IQNA

د صادقي ژمني عملیات له تمې  زیات په بریالیتوب سره ترسره شول

16:40 - April 14, 2024
د خبر لمبر: 3489046
ایکنا - د ایران د اسلامی انقلاب د سپاه پاسداران ځواک قوماندان تورن جنرال حسین سلامی په  صهیونیسټ رژیم د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو د حملو د جزئیاتو په باره کښې وویل : هدفونه ټاکل شوی وو او د صهیونیسټي رژيم د  شرارتونو تر حده پورې پرې حملې شوی دی .

ایکنانیوز راپور راکوي ،د ایران د اسلامی انقلاب د سپاه پاسداران ځواک قوماندان وویل که صهیونیسټ رژیم د ایران په ګټو او شتمنیو، شخصیتونو اوښاریزو  هرډول حملې وکړی  نو د ایران  د اسلامی جمهوریت له خاورې به  متقابله حمله وشی

په دمشق کښې د ایران د اسلامی جمهوریت د سفارت په قونسلګرۍ باندې له حملې لس ورځې وروسته چې د ایران د خاورې یوه برخه ده او د دغه هیواد د اوو قانوني  سلاکارانو له شهادت او د دغې غیر قانونی اقدام په وړاندې د نړیوالې ټولنې د بې غورۍ له امله نن سهار د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران د اشغال شویو سیمو په لور د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو په ویشتلو سره د دې تیری ګر رژیم د سزا ورکولو اقدام وکړ.

په صهیونیسټ رژیم او امریکا پورې تړلې رسنۍ هڅه کوی چې  په نیواکی خاوره کښې د اوښتو تاوانونو او ویجاړیواندازه کمه وښی  خو ترلاسه شوی تصویرونه ښیی چې د صهیونیسټ رژیم مهم پوځی مرکزونه په توغندیو او بې پیلوټه الوتکې ویشتلی دی .

  د ایران د اسلامی انقلاب د سپاه پاسداران ځواک قوماندان تورن جنرال حسین سلامی په  صهیونیسټ رژیم د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو د حملو د جزئیاتو په باره کښې وویل : هدفونه ټاکل شوی وو او د صهیونیسټي رژيم د  شرارتونو تر حده پورې پرې حملې شوی دی .

داسلامی انقلاب دسپاه پاسداران ځواک قوماندان زیاته کړه دصهیونیسټ رژیم پرضد د ایران توغندوی او بې پیلوټه الوتکې یوازې په هغه برخه پوری محدود دی چې اسرائیلو د سوریې په دمشق کښې د ایران داسلامی جمهوریت په سفارت د حملې لپاره کارولی وه  او قوماندانان یې شهیدان کړی وو .

سردار سلامي په ټينګار سره وويل چې دغه عمليات له تمې  زيات بريالي شوي دي

د ایران د سپاه  قومندان د اسرائیلو نسل وژنې رژیم ته خبرداری ورکړ چې له خپلو پخوانیو چلندونو لاس واخلي او که غبرګون وښيي نو د ایران ځواب به د پخوا په پرتله ډیر سخت وي.

https://iqna.ir/fa/news/4210264/

captcha